2 نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“
خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو، او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.
خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه، او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.
دوئ قصداً د خُدائ پاک آزمېښت وکړو، او د هغۀ نه يې د خوښې خوراک وغوښتو.
او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.
خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.
نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،
چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو.
نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“
نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“
دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“
خو احاز ورته اِنکار وکړو او وئيل يې چې، ”نه، نۀ به زۀ نښه غواړم او نۀ به مالِک خُدائ آزمائيم.“
نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“
هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بېکاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“
نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو.
عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“
نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟
بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“
مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.
تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.
کله چې تاسو په تبيعره، مسه، قبروت هتاوه کښې وئ نو تاسو هلته هم مالِک خُدائ غصه کړے وو.
چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل.
سموئيل د هغوئ بادشاه غوښتلو باندې خوشحاله نۀ وو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،