11 تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.
زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم، نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.
دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.
چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.