10 يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.
چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو.
تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.
چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو.
موسىٰ مشرانو ته وفرمائيل، ”تاسو مونږ ته دلته تر هغې پورې اِنتظار کوئ چې مونږ واپس نۀ يُو راغلى. هارون او حُور به ستاسو سره وى، او کۀ د چا څۀ لانجه وى نو هغوئ له دې ورځى.“
”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلىاېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے،
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.