9 موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته ووايه چې راشى او د مالِک خُدائ په حضور کښې ودريږى، ځکه چې مالِک خُدائ د دوئ غورېدل اورېدلى دى.“
هلته په بيابان کښې دوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف وغورېدل
په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“
”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.
موسىٰ قورح ته وفرمائيل، ”سبا به تۀ او ستا دوه نيم سوه ملګرى خامخا د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته راشئ، او هارون دې هم راشى.