Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:8
17 Iomraidhean Croise  

”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“


موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته ووايه چې راشى او د مالِک خُدائ په حضور کښې ودريږى، ځکه چې مالِک خُدائ د دوئ غورېدل اورېدلى دى.“


نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“


يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بې‌دينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.


ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“


اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ.


”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.


خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.


څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟


هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“


نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى.


او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.


نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.


او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan