7 په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“
چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.
”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“
او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.
د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.
بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.
صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“
ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.
”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.
کله چې تاسو د هارون خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې د مالِک خُدائ خِلاف غورېدل دى او دا ستا او ستا د قبيلې سرکشى ده.“
د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.
بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“
خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“