6 نو موسىٰ او هارون ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو ته به نن ماښام پته ولګى چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې د مِصر نه راوويستلئ.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.
هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.
او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“
چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“
خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى.
نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.
زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى.
خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“