Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، اوس به زۀ ستاسو ټولو دپاره د آسمان نه يو خوراک د باران په شان ووروم. دا خلق دې هره ورځ بهر ځى او د ځان دپاره دې هم هغه هومره راټولوى چې بس يې وى. نو داسې به زۀ دوئ معلوم کړم چې زما په کلام عمل کوى او کۀ نه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:4
17 Iomraidhean Croise  

د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.


کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


تا د خپل نېک روح په ذريعه د هغوئ لارښودنه وکړه، تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې.


هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.


خو هغۀ بره آسمانونو ته حُکم وکړو، نو دروازې پرانستلے شوې د آسمانونو،


موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.


چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.


ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه.


مونږ له خپل روزمره رزق راکړه.


او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو،


په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.


هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan