Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”يو لوښے واخله او د دوه کلو برابر من په کښې واچوه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېږده چې زمونږ د راتلونکو نسلونو دپاره وساتلے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:33
3 Iomraidhean Croise  

موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې تاسو څۀ من د خپلو نسلونو دپاره وساتئ، نو هغوئ به دا روټۍ وګورى کومه چې هغۀ مونږ له په بيابان کښې د خوړلو دپاره راکړې ده کله چې هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه راوويستلو.“


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan