هِجرت 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“ Faic an caibideil |
مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.
هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.