25 موسىٰ وفرمائيل، ”دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت يعنې د آرام ورځ ده، دا ورځ مالِک خُدائ ته وقف شوې ده او تاسو به بهر په زمکه هيڅ هم ونۀ مومئ.
تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.
نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“
چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو، چې څۀ پاتې وه نو هغه يې د بلې ورځې پورې پرېښودله، او دا سخا نۀ شوه او نۀ په کښې چينجى وشول.
تاسو به شپږ ورځې خوراک راټولوئ، خو اوومه ورځ د سبت ورځ ده، هيڅ خوراک به په کښې نۀ وى چې تاسو يې راټول کړئ.“
ياد ساتئ چې ما مالِک خُدائ، تاسو له د سبت ورځ درکړې ده، نو په شپږمه ورځ به زۀ د همېشه دپاره تاسو له د دوو ورځو خوراک هم درکوم. په اوومه ورځ هر يو کس چې چرته هم وى هلته به ايساريږى او د خپل کور نه به بهر نۀ وځى.“