24 چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو، چې څۀ پاتې وه نو هغه يې د بلې ورځې پورې پرېښودله، او دا سخا نۀ شوه او نۀ په کښې چينجى وشول.
خو بعضې کسانو د موسىٰ خبره وانۀ ورېدله او لږه يې ترې نه پرېښوده. او بل سحر په کښې چينجى شوى وُو او سخا بوئ ترې نه تلو، نو موسىٰ دوئ ته په قهر شو.
موسىٰ وفرمائيل، ”دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت يعنې د آرام ورځ ده، دا ورځ مالِک خُدائ ته وقف شوې ده او تاسو به بهر په زمکه هيڅ هم ونۀ مومئ.
موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”يو لوښے واخله او د دوه کلو برابر من په کښې واچوه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېږده چې زمونږ د راتلونکو نسلونو دپاره وساتلے شى.“