Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:23
16 Iomraidhean Croise  

د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.


تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.


موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“


په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.


ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.


او تر دې چې په خپلو کورونو کښې هم د سبت په ورځ هيڅ قسمه کار مۀ کوئ او مۀ څۀ بار اوچتوئ. خو د سبت ورځ مقدسه وساتئ لکه څنګه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته حکم کړے وو.


ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.


من د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې زېړ بخن وو.


دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېرچاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو دپاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول او بيا به يې يشول يا به نرۍ روټۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې روټۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى.


بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.


د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه وګڼئ، هم هغه شان لکه څنګه چې ما، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک حُکم کړے دے.


او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan