19 موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
خو بعضې کسانو د موسىٰ خبره وانۀ ورېدله او لږه يې ترې نه پرېښوده. او بل سحر په کښې چينجى شوى وُو او سخا بوئ ترې نه تلو، نو موسىٰ دوئ ته په قهر شو.
نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“
چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے.
ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“