Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 چې کله پرخه اوچه شوه، نو د بيابان مخ په وړو وړو سپينو څيزونو باندې پټ شولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:14
7 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.


هغه واوره لکه د وړۍ خوروى، او واوره لکه د ايرو په شان زغلوى.


او هغۀ د خوراک دپاره خلقو ته راولېږل من، هغۀ هغوئ له خوراک ورکړو د آسمان.


د بنى اِسرائيلو قوم په دې خوراک من نوم کېښودو. دا د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې سپين وو او خوند يې داسې وو لکه روټۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى.


هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan