Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:12
17 Iomraidhean Croise  

يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.


نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“


زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.


نو اوس، بادشاه سلامت، مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګى چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره، زما په لاس کښې چې کومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم او د اوبو نه به وينه جوړه شى.


ښاريان او زمينداران او شپونکى به د خپلو رمو سره په شريکه د يهوداه په مُلک کښې اوسيږى.


نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى.


تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.


د هغه ورځې نه به بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.


”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.


”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan