Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 16:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 16:1
7 Iomraidhean Croise  

هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.


بيا دوئ ايليم ته راغلل، چې هلته د اوبو دولس چينې او د کجورو اويا ونې وې، او هلته هغوئ د اوبو په خوا خېمې ولګولې.


د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.


بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول او چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د درېمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا د غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan