ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“
نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.