6 مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى.
ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه، په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه څوک چې پناه غواړى له تا نه.
د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“
هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے، هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے.
خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.
تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما، چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.
په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.
تا ولې خپل زورَور ښے لاس استعمال نۀ کړو؟ نو خپل لاس او قدرت دې راڅرګند کړه او دوئ برباد کړه.
نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“
صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
تا خپل ښے لاس اوږد کړو، نو زمکې زمونږ دشمنان ژوندى تېر کړل.
سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.
موسىٰ يترو ته هغه هر څۀ وفرمائيل کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خاطر په فِرعون او د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفونو په حقله هم وفرمائيل کوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو او دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو.
خو زۀ به د خپل قُدرت نه کار واخلم او زۀ به هلته د عجيبه عجيبه کارونو کولو په ذريعه مِصريانو له سزا ورکړم. او د هغې نه پس به هغه تاسو تلو ته پرېږدى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“
دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟
نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.
هغه به پرې زورَور حکومت کوى او د خاورو د لوښو په شان به يې ټوټې ټوټې کړى. هغه اختيار ما ته د خپل پلار نه راکړے شوے دے.
د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“