27 بيا دوئ ايليم ته راغلل، چې هلته د اوبو دولس چينې او د کجورو اويا ونې وې، او هلته هغوئ د اوبو په خوا خېمې ولګولې.
راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے.
په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.
د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“
د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې او د کجورو اويا ونې وې.
د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.
ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“