Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 15:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 15:17
24 Iomraidhean Croise  

ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم.


خو ما ستا دپاره يو عالى شان کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې تل به په کښې اوسېږې.“


يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو، او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“


تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.


اے لوړو غرونو تاسو ولې د حسد په نظر ګورئ، هغه غرونو ته کوم چې خُدائ د خپل ځان د اوسېدو دپاره منتخب کړى دى؟ چرته چې به مالِک خُدائ د تل دپاره اوسيږى.


د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.


هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.


تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.


تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.


ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.


او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم.


اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“


ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟


مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.


هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.


زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.


نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“


هغوئ مسافر خپل غرۀ ته رابلى او هلته صحيح قربانۍ پېش کوى. هغوئ ته د آباد سمندر نه دولت ملاويږى او د شګو نه ورته پټه خزانه ملاويږى.“


نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربان‌ګاه نه علاوه يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan