Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 15:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 15:16
34 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.


د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو، ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.


هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے، د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې.


صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.


خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“


تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.


ژور درياب هغوئ ډُوب کړل، هغوئ د کاڼى په شان لاندې بېخ ته لاړل.


مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى.


موسىٰ يترو ته هغه هر څۀ وفرمائيل کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خاطر په فِرعون او د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفونو په حقله هم وفرمائيل کوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو او دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.


خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم.


زۀ به په هغه خلقو خپله يره راولم چې کوم ستاسو مخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کومو خلقو سره چې تاسو جنګ کوئ او زۀ به ستاسو ټول دشمنان ستاسو نه وزغلوم.


زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.


دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.


هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟


مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.


لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.


د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،


تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.


خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.


او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.


هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.


بيا کله چې د هغۀ نه نشه لاړه، نو هغې ورته هر څۀ ووئيل. هغه فالج ووهلو او مکمل شل شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan