Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 15:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 15:15
24 Iomraidhean Croise  

دا د عِيسو اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عِيسو مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، تيمان، اومر، صفو، قنز،


قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے.


عِيسو د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو، تمنع، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل او عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نوم مشهوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده.


بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى.


هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول، ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.


لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.


د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى.


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.


او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.


هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.


ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،


آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.


کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه.


کله چې مونږ د دې نه خبر شُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے.


او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“


او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.


د جبعې د بنيامين په علاقه کښې د ساؤل د محافظانو سړو وليدل چې فلستيانو په پرېشانۍ کښې په هر طرف باندې منډې وهلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan