Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 15:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 15:1
27 Iomraidhean Croise  

تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.


څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.


هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل، خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.


بيا هغوئ د هغۀ په وعدو يقين شروع کړو د هغۀ د ثناء صِفت سرود يې ووئيلو.


نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،


نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،


تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.


ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.


صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو واپس راشى.“


نو موسىٰ خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړو او د سحر د رڼا په وخت اوبۀ خپل صحيح ځائ له واپس راغلې. مِصريانو د اوبو نه د تښتېدو کوشش وکړو، خو مالِک خُدائ هغوئ د درياب مينځ ته ورګزار کړل.


نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“


اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“


بدکاره انسان د خپلې ګناه په دام کښې راګېريږى، خو صادقان د خوشحالۍ سندرې وائى.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


زۀ به ستا په ذريعه آسونه او د هغۀ سوارۀ ذره ذره کوم، زۀ به په تا ګاډۍ او د هغې چلوونکى تس نس کوم،


ځکه چې زۀ به د بعل معبودانو نومونه ستا د خولې نه لرې کړم، او بيا به هيڅکله د هغوئ د نومونو ذکر ستا په خولۀ نۀ وى.


خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم.


په هغه وخت بنى اِسرائيلو دا سندره ووئيله، ”کُوهو، خپلې اوبۀ راوباسئ، مونږ ورته يوه سندره وايو.


دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.


هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan