Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره روان شو، شپږ سوه په کښې ښې ښې جنګى ګاډۍ وې چې آفسران ورسره وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:7
11 Iomraidhean Croise  

په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.


څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.


د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.


مِصريان ورپسې وُو او د خپلو ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په دوئ پسې درياب ته ورکوز شول.


نو فِرعون خپلې جنګى ګاډۍ تيارې کړې او خپل لښکر يې د ځان سره روان کړو.


مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو.


هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول.


د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بې‌شمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.


کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو.


د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan