Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:5
9 Iomraidhean Croise  

درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقوب تښتېدلے دے.


هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.


مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


نو فِرعون خپلې جنګى ګاډۍ تيارې کړې او خپل لښکر يې د ځان سره روان کړو.


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan