Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:30
17 Iomraidhean Croise  

نو داسې مالِک خُدائ حزقياه بادشاه او د يروشلم خلق د اسور بادشاه سينحرب د زور نه او د هغوئ د نورو دشمنانو نه بچ کړل. او هغوئ د هر يو قوم سره په امن کښې ژوند تېرولو.


هغۀ دوئ د دشمنانو د لاسونو نه بچ کړل، او د دشمنانو د لاسونو نه يې په بيعه واخستل.


خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ، د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.


صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.


زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.


کۀ تۀ صرف سترګې کولاو کړې، نو وبه ګورې چې بدعملو ته څنګه سزا ورکولے شى.


موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.


بيا هغوئ ته هغه تېره زمانه راياده شوه کله چې موسىٰ د خپلو خلقو د مِصر نه راوتو کښې رهنمائى کوله. هغوئ چغه کړه، ”هغه چرته دے چا چې بنى اِسرائيل د سمندر نه پورې ويستل، چې موسىٰ د هغوئ شپون وو؟ هغه چرته دے چا چې خپل مقدس روح راولېږلو چې د هغۀ د خلقو په مينځ کښې وى؟


هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.


مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،


خو ساؤل ورته ووئيل، ”نن به هيڅ څوک هم نۀ شى وژلے، ځکه چې نن هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيليان بچ کړى وُو.“


د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan