Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:3
15 Iomraidhean Croise  

تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.


خبره لا زما د خولې نه وتلې نۀ وى، چې تۀ په هغې پوره خبر يې، اے مالِکه خُدايه.


ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“


دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ. هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فى‌هخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعل‌صفون ته نزدې خېمې ولګوى.


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“


چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.


او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“


د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“


بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“


ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan