28 اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو.
په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.
اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده.
کله چې د يهوداه لښکر هغه برج ته ورسېدو کوم چې په صحرا کښې وو، نو هغوئ د دشمن طرف ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ ټول په زمکه باندې مړۀ پراتۀ وُو. يو کس هم په تښتېدو کښې کامياب نۀ شو.
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.
خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده.
چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله، خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.
موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.
خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.
چې کله د فِرعون آسونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ او د هغۀ په آسونو سوارۀ کسان درياب ته ورکوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه تېر شول.
تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.
تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو.
او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.
برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.