Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو موسىٰ خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړو او د سحر د رڼا په وخت اوبۀ خپل صحيح ځائ له واپس راغلې. مِصريانو د اوبو نه د تښتېدو کوشش وکړو، خو مالِک خُدائ هغوئ د درياب مينځ ته ورګزار کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:27
12 Iomraidhean Croise  

تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.


اوبو د هغوئ مخالفين ټول ډوب کړل، او په هغوئ کښې يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده.


چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله، خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.


زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.


تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو.


او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.


نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ.


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan