زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.
خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم.
او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.