15 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
تاسو دې زما يعنې مالِک خُدائ تابعدارى کوئ، چا چې د لوئ طاقت او قوت سره د مِصر نه راوويستلئ، تاسو به ما ته سجده کوئ او ما ته به قربانى پېش کوئ.
د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو،
يشعياه مالِک خُدائ ته سوال وکړو او مالِک خُدائ د احاز په پوړۍ باندې سورے لس قدمه وروستو بوتلو.
تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو، تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو.
مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“
خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.
نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟