Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:13
36 Iomraidhean Croise  

څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.


اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.


اليشع ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه، مونږ سره چې څۀ دى نو دا د هغوئ د هر څۀ نه زيات دى.“


خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.


يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.


تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“


تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو، تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو.


خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.


خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.


چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله، خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.


کۀ تۀ صرف سترګې کولاو کړې، نو وبه ګورې چې بدعملو ته څنګه سزا ورکولے شى.


نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.


موسىٰ ورته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائى او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“


د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.


قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.


څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“


زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.


هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى.


مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.


دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟


د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“


فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.


اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بې‌زړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بې‌حوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.


خو ساؤل ورته ووئيل، ”نن به هيڅ څوک هم نۀ شى وژلے، ځکه چې نن هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيليان بچ کړى وُو.“


نو بيا دلته ودرېږئ او تاسو به په خپلو سترګو هغه لوئ لوئ کارونه ووينئ چې مالِک خُدائ يې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan