Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 14:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 14:12
11 Iomraidhean Croise  

کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.


چې کله د مِصر فِرعون خلق تلو ته پرېښودل، نو خُدائ پاک دوئ په هغه لار بونۀ تلل کومه چې د درياب په غاړه د فلستيانو علاقې ته تلې وه، اګر چې دا لار لنډه وه. خُدائ پاک وفرمائيل، ”زۀ دا نۀ غواړم چې دا خلق پښېمانه شى او مِصر ته راواپس شى چې هغوئ ته دا پته ولګى چې په هغوئ جنګ راروان دے.“


ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.


دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“


موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو.


بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“


کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan