7 اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.
چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.
اووۀ ورځې به ستاسو په مُلک کښې د هيچا په کور کښې خمبيره نۀ وى، او د وړومبۍ ورځې په ماښام د حلال شوى ځناور غوښه به هم په هغه شپه خوړلے شى.
په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ.