6 اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ.
کوم خلق چې په يروشلم کښې راغونډ شوى وُو نو هغوئ د لوئې خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر کولو او ليويانو او اِمامانو هره ورځ د جذبې سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو.
تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.
اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ.
ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.
په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ.