هِجرت 13:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ. Faic an caibideil |
خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.
بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.