18 نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.
بيا يوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ وفرمائيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه مُلک ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“
هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.
او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده.
زمکه وخوځېدله او باران د بره آسمانه وورېدو د خُدائ پاک په وړاندې، د سينا په صحرا کښې او د بنى اِسرائيل د خُدائ پاک په وړاندې.
هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فىهخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعلصفون ته نزدې خېمې ولګوى.
د مِصريانو لښکر، سره د ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو او هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فىهخيروت او بعلصفون ته نزدې خېمې لګولې وې.
هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.
هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.
ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى،
د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل.
تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل.