Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 13:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 13:15
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.


په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول.


ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.


خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“


هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.


خو د بنى اِسرائيلو مشران زامن د ليويانو نه دوه سوه او درې اويا کسان زيات دى، نو تۀ به هغه زيات زامن واپس اخلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan