Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو تاسو به د هغۀ نه هر يو نر خر واپس اخلئ او د هغۀ په بدل کښې به يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو هغه خر واپس اخستل نۀ غواړئ، نو څټ يې مات کړئ. تاسو به هر يو خپل وړومبے پېدا شوے نر بچے په بدل کښې خامخا واپس اخلئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 13:13
7 Iomraidhean Croise  

موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى.


د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى.


”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“


خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan