11 مالِک خُدائ به تاسو د کنعانيانو مُلک ته راولى، د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ له د ورکولو پوخ لوظ کړے دے. چې کله هغه مُلک تاسو له درکړى،
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“
ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“
ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه، کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.
مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.
خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“
هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟