10 نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.
تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“
د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ.
دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.
مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.
چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.
په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ.