Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 12:8
20 Iomraidhean Croise  

ليويانو د اصُولو په مطابق د فسحې اختر قربانۍ په اور وريتې کړې او مقدسې نذرانې يې په لوښو کښې، دېګونو او پَتيلو کښې ويشولې او غوښه يې زر زر په خلقو باندې تقسيم کړه.


توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بې‌ځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،


د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ.


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى.


چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے.


کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.


د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“


نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى.


غوښه ويشوئ او د عبادت په هغه يو ځائ کښې يې وخورئ، او په ورپسې سحر واپس کور ته راشئ.


او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan