هِجرت 12:48 - Pakistani Yousafzai Pashto48 خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى. Faic an caibideil |
هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.