46 دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ.
نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى.
بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.
د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ.
خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې.
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے.