43 مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،
د دې نه علاوه، هغه ډېر کسان کوم چې د اِفرائيم، منسى، يساکار او زبولون د قبيلو نه راغلى وُو نو هغوئ د پاکوالى رسم نۀ وو ادا کړے، نو هغوئ په غلطه طريقه باندې د فسحې اختر کولو. حزقياه بادشاه د هغوئ دپاره دا دُعا وکړه،
دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.
خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى.
ستاسو د ټولو حرامو کارونو سره، تاسو په ظاهر او باطن ناسنته غېر مُلکيان زما مقدس ځائ ته راوستل، تاسو زما د کور بېحرمتى وکړه کله چې تاسو ما ته خوراک، وازګه او وينه پېش کړه، او تاسو زما لوظ مات کړو.
صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى.
خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.
ستاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى کۀ هغوئ د فسحې اختر کول غواړى، نو هغوئ به دا د ټول قانون او اصُولو په مطابق کوى. هر څوک چې د بل مُلک وى يا په دې مُلک کښې پېدا شوے وى نو د دواړو دپاره يو شان قانون دے.“
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو.
عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو.