Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 12:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 12:38
10 Iomraidhean Croise  

کله چې بنى اِسرائيلو دا حُکم واورېدو نو هغوئ د قوم نه د پردى مُلک ټول خلق وويستل.


نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“


خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“


يو سړے وو چې د هغۀ پلار مِصرے او مور يې اِسرائيلۍ وه چې د هغې نوم سلوميت وو او د دان د قبيلې د دِبرى لور وه. دې سړى په خېمو کښې د يو اِسرائيلى سره جګړه وکړه. هغۀ په کنځلو کښې د خُدائ پاک د نوم بې‌عزتى وکړه، نو هغوئ هغه موسىٰ له بوتلو،


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“


د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.


بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ په لويه لاره روان يُو او کۀ مونږ او زمونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مونږ به د هغې پېسې درکړُو. مونږ صِرف ستاسو په مُلک کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“


د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،


ما ته پته ده چې تاسو سره ډېر څاروى دى، نو صِرف ستاسو ښځې، بچى او څاروى به په هغه ښارونو کښې ستاسو نه پاتې شى کوم چې ما ستاسو په حواله کړى دى.


هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan