36 مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.
خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى.
خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.
د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.
هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل، او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.
خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه او هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او سرو زرو کالى وغواړى.“
مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو.
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو،
هغوئ د خُدائ پاک ثنا وئيله، او ټول خلق ترې راضى وُو. هره ورځ څومره خلقو چې خلاصون موندلو نو مالِک د هغوئ په ډله کښې شاملول.
او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.