34 نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکونه ډک کړل او په څادرو کښې يې وتړل او د ځان سره يې يوړل.
دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى.
د نيل درياب به د بېشمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“