33 مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“
خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“
په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو، ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.
د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى.
دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“
ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
خو د بادشاه حکم ډېر زورَور وو او بټۍ ډېره زياته ګرمه شوې وه نو ځکه د اور شغلو هغه فوجيان وسوزول او مړۀ يې کړل چا چې شدرک، ميشک او عبدنجو د اور په بټۍ کښې وغورزول.